عنان؛ سوریه او روسیه
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

له هغه وروسته، چې د تېر کال په مارچ میاشت کې د سوريې دولت پر وړاندې د دغه هېواد د اوسېدونکو پاڅونونه پیل شول، د بشارالاسد حکومت په کلکه د خلکو پر وړاندې و درېد، چې د بشار الاسد دغې کړنې د لوېدیځو او د سوریې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو قهر را وپاراوه او له پاڅون کوونکو څخه په ملاتړ یې شعارونه پیل کړل. خو د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو بر عکس له بشارالاسد څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د دغو مخالفتونو په لړ کې د عربي ټولنې، لوېدیځو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هڅه وکړه، څو د سوریې دولت پر وړاندې پرېکړه لیک صادر کړي؛ خو دغه پرېکړه لیک د چین او روسیې له لوري وټو شو. له دې وروسته عربي ټولنې او ملګرو ملتونو کوفي عنان یې د سوریې لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه، څو د سوریې ناورین او شخړو پای ته رسولو په موخه لارې چارې و لټوي.

لوېدیځو او عربي هېوادونو د سوریې دولت مخالفانو ته د وسلو د ورکړې غوښتنې سربېره هڅه کوي، چې د کوفي عنان په مرسته پر روسیې فشار راوړي، څو د سوریې له ملاتړ څخه لاس پر سر شي. کوفي عنان د خپلو هڅو په لړ کې روسیې ته تللی دی، څو د خپلو پرېکړو په اړه د روسیې ملاتړ تر لاسه کړي. د دغه سفر په لړ کې د روسیې ولسمشر دیمتري مدودوف د کوفي عنان له طرحې څخه ملاتړ څرګند کړی دی او ویلي يې دي، چې نه باید د سولې خبرو اترو لپاره ضرب الاجل و ټاکل شي. مدودوف همدا راز ویلي، چې باید په سوریې کې وینې توېدو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د سوریې مسئله روسیې ته له ارزښت ډکه؛ ځکه سوریه یوازینی هېواد دی، چې په سیمه په ځانګړي توګه په منځني خیتځ کې یې د روسیې ګټې خوندي ساتلي دي؛ له دې امله روسیه نه غواړي هغه څه، چې په لیبیا کې رامنځ ته شول او په یو ډول سره روسیه له ماتې سره مخ شوه هغه دې په سوریې کې هم تکرار شي. له دې امله روسیه په سوریې کې د اصلاحاتو غوښتونکې ده او د اصلاحاتو راوستلو لپاره یې په وار وار په بشارالاسد فشار هم راوړی دی. خو بل لور ته بیا د سوریې ناورین په اوږدو کې روسیې تل ویلي دي، چې له هېڅ یوې خوا څخه ملاتړ نه کوي، چې د روسیې دغه څرګندونو او عملي ګامونو ترمنځ واټن شتون لري؛ ځکه روسیې په ښکاره توګه له بشارالاسد او د ده له نظام څخه یې ملاتړ کړی دی، چې ښه بېلګه یې سوریې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف سفر دی.

له بل لوري له ۱۹۷۲ زېږدي کال را په دېخوا د سوریې طرطوس بندر د روسیې سمندري ځواکونو په واک کې دی او له هغه څخه د خپلو جګړه­ییزو بېړیو د بیا جوړونې او ساتنې په برخه کې کار اخلي. د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د تړون له مخې د روسیې ځواکونه کولای شي د طرطوس له بندر څخه په آسانۍ سره ځان د مدیترانې اوبو ته ورسوي. د سوریې د ستراتېژيک موقعیت له امله روسیې و پتیله، چې د دغه هېواد درې پر څلورمه برخه پورونه وبښي، څو په دغه هېواد کې خپلې سمندرې لارې وغځوي. همدا راز په ۲۰۰۸ زېږدي کال کې د روسیې او سوریې ترمنځ د یوه تړون له مخې طرطوس بندر د تل پاتې مودې لپاره د روسیې په واک کې ورکړل شو.

بل لور ته د خپرو شویو شمېرو له مخې په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې په سوریې کې د روسیې پانګه اچونه کابو نولسو ملیارډو ډالرو ته رسېده، چې د سوریې د نظام له بدلون سره به د روسیې دغه پانګه له جدي ننګونو سره مخ شي. همدا راز د روسیې له سترو نفتي شرکتونو څخه تف نفت شرکت هم په سوریې کې فعالیت لري. دغه فعالیت په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې د سوریې د نفتو ملي شرکت سره په همکارۍ پیل شو.

له هغه وروسته، چې کوفي عنان د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې له لوري سوریې لپاره ځانګړی استازی و ټاکل شو سوریې ته یې په خپل لومړني سفر کې له بشارالاسد څخه غوښتنه کړې وه، څو له وسله والو مخالفانو سره دې خبرو اترو ته کیني، له ښارونو څخه دې پوځي ځواکونه وباسي او ځپل شویو سیمو ته دې د بشرپالنې مرستو لېږلو لپاره زمینه برابره کړي؛ خو هغه مهال بشارالاسد ویلي وو، چې له وسله والو ترهګر سره خبرې اترې کومه پایله نه لري.

کوفي عنان اوس مهال روسیې ته سفر کړی او له دې وروسته به چین ته هم سفر وکړي.

په سوریې کې د ناورین پای ته رسولو په موخه د عنان هڅې په لاندې توګه ارزولی شو:

لومړی دا، چې کوفي عنان د عربي هېوادونو او ملګرو متلونو سازمان له لوري د سوریې لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی دی او دی هڅه کوي، څو د دغو هېوادونو او سازمان غوښتنې په پام کې ونیسي، چې هماغه پر سوریې د بعث ګوند د حاکمیت پای دی. او په لومړي پړاو کې به دی ډېره هڅه وکړي، څو خپله دغه دنده له ډپلوماټيکې او سیاسي حل لارو څخه په ګټې اخیستنې سره مخ ته یوسي.

دویم دا، چې د کوفي عنان اوسنۍ هڅې سوریې ته وخت ورکول دي او د سوریې متحدینو د هغو پلمو له منځه وړل دي، چې استدال کوي؛ د سوریې ناورین باید په سوله­ییزه توګه حل کړی شي. اوس مهال کوفي عنان خپلې هڅې کوي او که چېرې اوسنۍ هڅې یې مثبته پایله له ځانه سره و نه لري، نو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې به پر روسیې او چین فشارونه زیات شي، څو د سوریې پر وړاندې پرېکړه لیک وټو نه کړي.

اوس مهال، چې روسيې د کوفي عنان له طرحې سره هوکړه کړې، نو چین به هم له دغې طرحې سره هوکړه وکړي، چې په پایله کې به یې بشارالاسد اړ شي، څو دغه طرحه پلي کړي. خو که بیا هم بشارالاسد د دغې طرحې پلي کېدو پر وړاندې خنډونه را پیدا کړل، له یوه لوري به له ایران پرته خپل اوسني متحدین (روسیه او چین) له لاسه ورکړي او له بل لوري د ملګرو ملتونو له جدي فشارونو سره مخ شي.

 

                         کابل

برېښنالیک:           intezar.safi@gmail.com


March 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی